ایکنانیوز د پارس ټوډی له قوله راپور راکوي، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر او ستر مجاهد ښاغلي اسماعیل هنیه له شهادت وروسته په یو پيغام کښې، اسلامي امت او د مقاومت جبهې او د فلسطین سرلوړي ولس ته د دغه میړني، مجاهد او مشهور مشر د شهادت په تسلیت ویلو سره ټینګار وکړ: جنایتکار او ترهګر صهیونیسټي رژیم په دې کار سره د ځان لپاره د سختې سزا زمینه برابره کړه او د هغه غچ او بدل اخیستل خپله دنده ګڼو ځکه چې د ایران د اسلامي جمهوریت په حریم کښې شهید شوی دی.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د پيغام متن په دا ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
د ایران قدرمنه ولسه!
باتور، مجاهد او تکړه فلسطیني مشر جناب ښاغلی اسماعیل هنیه بیګا پیشمني مهال شهید شو او د مقاومت ستره جبهه عزاداره او ویرجنه شوه. جنایتکار او ترهګر صهیوني رژیم زمونږ ګران میلمه زمونږ په کور کښې شهید کړ او مونږ یې غمجن کړو، خو د ځان لپاره یې هم د سختې سزا لاره هواره کړه.
شهید هنیه ډیر کلونه د شرافتمندانه مبارزې په میدان کښې خپل سر په تلي وګرځوه او شهادت ته تیار و او خپل اولادونه او کسان یې په دې لاره کښې وړاندې کړي وو.
هغه د خدای په لاره کښې له شهید کیدو او د خدای د بندګانو د ژغورلو په کار کښې هیڅ پروا نه کوله خو مونږ په دې ترخې او سختې پیښې کښې چې د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره کښې رامینځته شوه، د هغه غچ اخیستل خپله دنده او فرض ګڼو.
زه اسلامي امت، د مقاومت جبهې، د فلسطین میړنې او سرلوړي ولس او په تیره بیا د شهید هنیه او ورسره د هغه د یو شهید شوي ملګري کورنۍ او پاتې کسانو ته تسلیت وایو او له خدای تعالی نه د هغوي د درجاتو لوړتیا غواړو.
سید علي خامنهاي
د ۱۴۰۳ کال د زمري لسمه چې د ۱۴۴۶ د محرم له ۲۵ سره برابر ده